د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ډله ایز امنیت تړون سازمان عمومي منشي ایمانګلي تاسماګامبتوف دا اعلان وکړ چی اوس هم له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق د لا پراخیدو خطر شته. تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ایمانګلي تاسماګامبتوف دغه څرګندونې دملګروملتونو دامنیت شورا په غونډه کې وکړې. د ګډو امنیتي تړونونو د سازمان سرمنشي په دوام وویل چې افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده. نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې اوسمهال د ډله ييزو امنيتي تړونونو د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو شورا تر څارنې لاندې د افغانستان په اړه يوه کاري ډله کار کوي. ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ټولیز امنیتي تړون غړي دي او په تېرو درېیو کلونو کې یې د افغانستان پولې ته څېرمه په تاجکستان کې څو ګډ پوځي تمرینونه کړي دي.

- 41
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9561
- کې خپور شو 2:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 9561
- July 20, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9561
- کې خپور شو 2:42 ب.ظ
- د خبر شمیره 9561
- July 20, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



