د افغانستان د کانونو وزیر د ازبکستان له پلاوي سره د افغانستان د کانونو د پروسس او صادراتو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د کانونو وزیر د ازبکستان له پلاوي سره د افغانستان د کانونو د پروسس او صادراتو په اړه خبرې وکړې

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری د افغانستان د کانونو او جیولوجی وزارت د معین قدیرایوف په مشرۍ د ازبکستان له پلاوی سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د هېواد د کانونو د صادراتو او پروسس په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي بدري په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو مطالعاتو او د کانونو د څېړنې په برخه کې د لاسلیک شویو هوکړه لیکونو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، ازبک پانګوال کولی شي په افغانستان کې د هایدروکاربن او جامدو کانونو د استخراج او پروسس په برخه کې پانګونه وکړي.

تر دې مخکې ازبکستاني پانګوالو د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی و.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان او د هغه د اتباعو د وضعیت په اړه د اردوغان دوه ګونی چلند
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x