د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ صهیونیسټ رژیم به اوربند ته مجبور کړی او تر څو چې د دغه رژیم د نسل وژنې سیاست دوام ولري، خپل دریځ به بدل نه کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابینې تر غونډې وروسته وویل: د اکتوبر له اوومې راهیسې، موږ په غزه کې د خلکو د وژلو او جنایتونو غږ پورته کړی دی. موږ خپلې ټولې وسیلې او هڅې په کار اچولې ترڅو اسراییل اوربند ته اړ کړو. د ترکیې ولسمشر همداراز وویل، هېواد یې له روسیې او چین سره د سوداګرۍ او ګرځندوی په ګډون په بېلابېلو برخو کې د خپلو اړیکو د پیاوړتیا او په عین حال کې د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د متوازن چلند د رامنځته کولو هوډ لری.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9522
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9522
منتشر شده در ۱۲:۰۶ - سرطان ۲۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email