طالبان: د کانونو او پټرولیم وزیر: د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره روان دی

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدری د ترکمنستان له سفیر سره په لیدنه کې وویل: له نېکه مرغه د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره روان دی او موږ لېوال یو چې دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه شي. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بدري په کابل کې د ترکمنستان جمهوریت له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د ټاپي پروژې پر پرمختګ او نورو مهمو او اساسي مسایلو خبرې وکړې. د سرچينې په وينا، په دې کتنه کې د ترکمنستان سفير د ټاپي پروژې د وروستيو پرمختګونو په ځانګړي ډول په تخنيکي او حقوقي برخو کې د دې پروژې د کار د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل. د يادونې وړ ده، چې د ټاپي پروژه له افغانستان څخه پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبيعي ګاز د لېږدولو پلان دى، چې د جوړېدو چارې يې د ٢٠١٥ زېږديز کال د ډسمبر په ١٥مه له ترکمنستان څخه پيل شوې

بیشتر بخوانید:  د پاکستان دفاع وزیر: د طالبانو له بریدونو وروسته پخلاینه ممکنه نه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x