د معمار پرس د راپور له مخې، د Daijiworl هندي رسنۍ په دې وروستیو کې ویلي چی په افغانستان کې دننه د ترهګرو ډلو په نښه کولو لپاره د لوړ پوړو پاکستاني چارواکو او وزیرانو پرله پسې ګواښونو په سیمه کې د لا بې ثباتۍ ویره راپارولې ده. دغې هندي رسنۍ زیاته کړې، چې د پاکستان د کورنیو امنیتي ستونزو د اصلي لاملونو په څېړلو کې پاتې راتلل او پر افغان طالبانو تور لګول به د اسلام اباد او کابل تر منځ ترینګلې اړیکې نورې هم اغېزمنې کړي. باید وویل شي، چې په تېرو دوو کلونو کې اسلام اباد په وار وار کابل د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ادعا کوي، چې د دغې ډلې جنګیالي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري. له بلې خوا په کابل کې طالب چارواکو د پاکستان تورونه رد کړي او په ځلونو یې ټینګار کړی چې په هغه هېواد کې ناامني او وسله وال بریدونه داخلي ریښې لري او په افغانستان پورې اړه نه لري.

- 38
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9440
- کې خپور شو 12:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 9440
- July 11, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9440
- کې خپور شو 12:19 ب.ظ
- د خبر شمیره 9440
- July 11, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:19 - July 11, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



