طالبانو په کابل او هرات کې د محرم د ماتم بیرغونه ښکته کړل او ماتم یې محدود کړ

طالبانو په کابل او هرات کې د محرم د ماتم بیرغونه ښکته کړل او ماتم یې محدود کړ

په کابل او هرات کې دولتي سرچینې وايي چې طالب ځواکونو د محرم د میاشتې په مناسبت په ځینو ښارونو کې د ماتمونو هغه بیرغونه ښکته کړي او چپه کړي دي چې په ځینو ښارونو کې یې نصب کړي وو. کابل: طالب ځواکونو په یوه بې ساري اقدام کې د پل سرخ سیمې او د چهارقلعې په ګډون د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د محرم د ماتم بیرغونه ښکته کړل. ځايي سرچينې وايي، طالبانو د يادو سيمو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د خپلو کورونو پر سر دې بيرغونه له پورته کولو ډډه وکړي. راپورونه وايي چې طالب ځواکونو له تېرو شپو راهیسې د کابل په شیعه مېشتو سیمو کې پرله پسې ګزمې کړې دي.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې له ۱۵۱ ادارو څخه ۸۶ سلنه یې د ښځو د کار له منع کولو وروسته کار بند کړی دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x