د معمار پرس د خبر له مخې: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې د ۶۰ سلنه ړندو یا نیمګړي لید لرونکو کسانو درملنه کېدای شي چې د دوی د لید بېرته ترلاسه شي. د ملګرو ملتونو د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې ړندې ښځې له ټولنې جلا او له فزیکي او روحي پلوه ځورول کېږي. دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د افغانستان د ۴۳ میلیونو وګړو له ډلې ۴۰۰ زره یې ړانده او یو نیم میلیون نور یې د لید پر ناروغۍ اخته دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9384
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9384
منتشر شده در ۱۵:۴۹ - سرطان ۱۸, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email