طالبان او نوې طرحې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او یو شمېر نور چارواکي له دندو ګوښه شول

طالبان او نوې طرحې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او یو شمېر نور چارواکي له دندو ګوښه شول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه ( د سرطان ۱۷مه) په خپله پاڼه یوه خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې: ملا هدایت‌الله بدری د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په توګه او د دغه وزارت پخوانی سرپرست شهاب الدین دلاور د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. مجاهد زیاته کړې، چې د طالبانو مشر ملا نورالدین ترابي د سرې میاشتې څانګې پخوانی رییس د پېښو پر وړاندې د مبارزې د څانګې د مشر په توګه ټاکلی دی. د سرې میاشتې پخوانی رئیس مولوي مطیع الحق خالص د چاپېریال ساتنې ریاست د رئیس او د مرکزي بانک پخوانی مرستیال ملا نور احمد اغا د دغه بانک د رئیس په توګه ټاکل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  متقی: افغانستان په یوه اقتصادي او ترانزیتي مرکز بدلیږي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x