اشرف غني: ملګري ملتونه او امریکا په افغانستان کې د فساد اصلي لاملونه وو

اشرف غني: ملګري ملتونه او امریکا په افغانستان کې د فساد اصلي لاملونه وو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان پخواني او مفرور ولسمشر اشرف غني په یوه نوې تبصره کې امریکا او ملګري ملتونه تورن کړل چی دوی د دولتي بنسټونو د ډیجیټل کولو مخه ونیول او د فساد اصلي لاملونه یې بولي. اشرف غني وايي، امریکا د امنیتي بنسټونو د سیستم د ډیجیټل کولو لپاره یو میلیارد ډالر ځانګړي کړي، خو تر وروستۍ شېبې پورې دا سیستم د کاغذ پر مخ پاتې وو. نوموړي په امنیتي ادارو کې د پراخ فساد په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې ډېر لګښتونه وشول، خو پیسې د دفاع وزارت او د امریکا د نړیوالو مرستو د دفتر د قراردادیانو جیبونو ته ولاړې. پخواني ولسمشر ټینګار کړی، چې امریکايي ځواکونو هر کال د خپلو سرتېرو د کره شمېر د معلومولو ژمنه کړې، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې دا کار ونه شو.

بیشتر بخوانید:  د امریکا سفیر: موږ له پاکستان سره د افغان کډوالو په برخه کې همکاري کوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x