چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی. د معمار پرس د خبر له مخې: پرون چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه. باید وویل شي، چې تېره پنجشنبه هم د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و. د طالبانو حکومت د دغو غوښتنو په ځواب کې ویلي چې د ټول شموله حکومت مسئله د افغانستان داخلي مسله ده او په دې برخه کې د هېوادونو خبرې بې پایلې دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9342
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9342
منتشر شده در ۱۴:۴۲ - سرطان ۱۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email