د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په بامیان ولایت کې یوې لویې ولسي غونډې ته وویل: د اشغالګرو موخه د افغانستان وېشل او د قوم او ژبې په نوم د خلکو تر منځ تفرقه اچول وو. هغه زیاته کړه: په طالبانو کې قومي، ژبني او مذهبي تعصبات ځای نه لري او اسلامي نظام هیچا ته اجازه نه ورکوي چې تعصب ته لمن ووهي. دغه لوړپوړي طالب چارواکي د نظام د پیاوړتیا او ثبات لپاره له طالبانو سره د علماوو او قومي مخورو همکاري اړینه وبلله.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9338
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9338
منتشر شده در ۱۴:۱۰ - سرطان ۱۶, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email