په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د باور پر رامنځته کولو د ملګرو ملتونو د چارواکو ټینګار

په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د باور پر رامنځته کولو د ملګرو ملتونو د چارواکو ټینګار

د معمار پرس د خبر له مخې: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډی کارلو د دوحې د درېیمې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ د باور رامنځته کول مهم دي. دی کارلو زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ چې افغانستان یې یوه برخه ده، باید په افغانستان کې د ښکېلو خواوو ترمنځ باور رامنځته شي. باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د طالبانو د پلاوي، د هېوادونو د ځانګړيو استازو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په حضور کې د دوحې درېیمه غونډه جوړه شوې وه.

بیشتر بخوانید:  د ایران جمهور رئیس د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو د حقوقو په جدي تعقیب ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x