طالب ویاند: روسیې او ازبکستان د دوحې په ناسته کې د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ

طالب ویاند: روسیې او ازبکستان د دوحې په ناسته کې د طالبانو د دریځ ملاتړ وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند د یکشنبې په ورځ د سرطان په ۱۰مه اعلان وکړ، چې د دوحې د ناستې له پیل مخکې د افغانستان په چارو کې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره د دوی له لوري لیدنه شوې ده. نوموړي تر دې مخکې په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د پلاوي د ګډون موخه له نړیوالې ټولنې سره رغنده خبرې اترې دي. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې دا ملاتړ به طالبانو ته کومې مثبتې پایلې ولري

بیشتر بخوانید:  د طالبانو اقتصادي پلاوی پاکستان ته سفر کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x