طالب چارواکي: د عدالت پلي کول د اسلامي نظام ځانګړنه ده

طالب چارواکي: د عدالت پلي کول د اسلامي نظام ځانګړنه ده

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د حکومت د وزیرانو شورا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د دغې ډلې له یو شمېر دولتي چارواکو سره په کتنه کې وویل چی د اسلامي نظام ځانګړنه د عدالت پلي کول دي او د متوازن انکشاف له مخې باید ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې زیاته کړه، چې عدالت او روڼتیا به په چارو کې ښه والی، د نظام د پیاوړتیا او د خلکو د رضایت سبب ګرځي او دې ته باید جدي پاملرنه وشي. د دغه طالب چارواکي په وینا، د اسلامي نظام ځانګړنه د عدالت پلي کول دي او د متوازن انکشاف له مخې باید ټولو هېوادوالو ته خدمات وړاندې شي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان دفاع وزیر: اسلام اباد باید د افغانانو د کوربه توب په اړه له سره غور وکړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x