د جرمني د صدراعظمې ګوند له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو غوښتونکی شو

د جرمني د صدراعظمې ګوند له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو غوښتونکی شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جرمني د سوسيال دموکراتيک گوند چې د دغه هيواد صدراعظم اولاف شولتز هم غړى دى، په کابل کې د جرمني د سفارت د پرانستلو او له افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو د بيا پيل غوښتنه وکړه. د دغه ګوند ویاند نیلز شمیډ په ټاګس شپیګل کې په یوه مقاله کې ویلي، چې اوږد مهاله بندیزونه به له هیچا سره مرسته ونه کړي او نه به پر افغانستان د طالبانو واکمني پای ته ورسوي. هغه زیاته کړه: موږ له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره دیپلوماتیکو اړیکو ته اړتیا لرو، څو د افغانستان له خلکو سره مرسته وشي او په دغه هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شي. د جرمني د سوسیال دیموکرات ګوند ویاند د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په اړه د دغه هیواد پر تګلارې پر بیا کتنې او په کابل کې د دغه هیواد د سفارت پر پرانستلو ټینګار وکړ او ویې ویل، دا موضوع باید د طالبانو په رسمیت ونه پیژندل شي.

بیشتر بخوانید:  ریچارډ بینیټ په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو د مظاهرو ځپل د اندېښنې وړ وبلل.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x