د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالی؛

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9207
۴ میاشتی پیش
شماره خبر 9207
منتشر شده در ۱۶:۵۹ - سرطان ۲, ۱۴۰۳

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ په جینوا کې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶مې غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړ او وویل: “له طالبانو سره باید د رسمي حکومت په څېر چلند ونه شي.” هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر سخت او پراخ دی او زه دې نتیجې ته رسیدلی یم چې دا کړنې د بشریت ضد جرمونه ګڼل کیدای شي. ښاغلي بینیټ په دې برخه کې د طالبانو تګلارې “هر اړخیزې او میتودیکي” وبللې او ویې ویل: له تېر جون راهیسې د طالبانو حکومت د لږ تر لږه ۵۲ نورو فرمانونو په صادرولو سره پر ښځو او نجونو محدودیتونه زیات کړي دي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق هم په یوه خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه چی ملګري ملتونه طالبان د “حاکم چارواکو” په توګه پیژني او د دوحې په راتلونکې غونډه کې به له دوی سره د یو غیر رسمي حکومت په توګه چلند وشي. فرحان په افغانستان کې “جنسي تبعیض” یوه مهمه اندیښنه وبلله او زیاته یې کړه: “موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې په ټولنه کې د ښځو مناسب رول ساتل کیږي او د دوی حقونو ته درناوی کیږي.” خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د ځینو غړو په ځانګړې توګه د ریچارډ بینیټ راپور د دوحې د راتلونکې غونډې په څنډه کې د ذهنونو د خرابولو یوه هڅه بللې ده. مجاهد زیاته کړه: په ملګرو ملتو کې ځینې مغرض کسان تل هڅه کوي چې د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي او د څو محدودو مسایلو تر سیوري لاندې لوی پرمختګونه په ټپه ودروي. له طالبانو سره له پراخو تعاملاتو سره سره ملګري ملتونه او اړوند بنسټونه له دې ډلې سره د بشري حقونو د مسلو په اړه ګډ تفاهم ته نه دي رسېدلي. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د درې کالو په تېرېدو سره لا هم ښځې او نجونې د ټولنې له بېلابېلو صحنو څخه بې برخې دي او په دې برخه کې کوم روښانه افق نشته. ملګري ملتونه او د بشري حقونو فعالان دې نتیجې ته رسیدلي چې افغان میرمنې له پراخو ظلمونو سره مخ دي او دا چې د طالبانو حکومت د دا ډول مهمو مسلو د منلو اراده نه لري. په دې اړه ملګرو ملتونو په ښکاره ویلي چې د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو کومه پرېکړه نه ده شوې او حتی په دې غونډه کې به د طالبانو حضور د رسمي واکمنانو په توګه نه ګڼل کېږي. د افغانستان دولت هم باید په دې باور وي، چې په شته سیاستونو سره به د دوی د پېژندنې لاره هواره نه شي او وضعیت به د تېر په پرتله لاپسې پېچلی او مبهم شي. له همدې امله داسې ښکاري چې د ښځو په اړه د استثماري سیاستونو په اړه د طالبانو ټینګار نه یوازې د افغانستان ښځې، بلکې ملګري ملتونه هم ناراضه کړي دي او د دغه سازمان د تعاملاتو پایلې هم منفي دي. له همدې امله، په دې برخه کې د ملګرو ملتونو چلند کیدای شي له بنسټیزو بدلونونو سره مخ شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات

د صهیونیسټانو پرضد د ایران بریالی عملیات؛ د مسلمانانو خوشحالي او د ظالمانو غم

۳ ورځې پیش
124354657687

د افغانستان د سوداګرۍ د ستونزو په اړه د امریکا د سفارت له مرستیال سره د سوداګرۍ خونې د پلاوي خبرې

۳ ورځې پیش
14325468579

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال: موږ د وچې مېوې سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابروو

۳ ورځې پیش
142354657

د کابل – مسکو شرکت د افغانستان د سرب او جست په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري

۳ ورځې پیش

آخرین اخبار مهم

آغاز کارزار کمک‌های زمستانی سازمان ملل در شرق افغانستان

۲۹ دقیقې پیش
آغاز کارزار کمک‌های زمستانی سازمان ملل در شرق افغانستان

طالبان : فرصت بی نظیر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

۲ ساعتونه پیش
طالبان : فرصت بی نظر سرمایه گذاری در افغانستان فراهم است

درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

۴ ساعتونه پیش
درگیری مرزی میان طالبان و نظامیان پاکستانی در قندهار

مقام طالبان: همگی برای حفاظت از جنگل‌های کشور مسئولیت داریم

۶ ساعتونه پیش

وزیر مهاجران طالبان: هر فرد باید علوم دینی و عصری را فرا گیرد

۸ ساعتونه پیش

توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

۸ ساعتونه پیش
توافق ایران و افغانستان برای فعال‌سازی بندر چابهار و توسعه روابط اقتصادی و تجاری

تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

۲۳ ساعتونه پیش
تاکید مقامات طالبان و روسیه به گسترش همکاری دیپلماتیک و اقتصادی

ریچارد بنت از تصمیم تاریخی دادگاه اروپا برای حمایت از زنان افغان استقبال کرد

۱ ورځ پیش
ریچارد بنت از تصمیم تاریخی دادگاه اروپا برای حمایت از زنان افغان استقبال کرد

گزارش و مصاحبه

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

الگوی شجاعت و آزادگی از میان ما رفت!

۱ اونۍ پیش
۱۴:۴۹ - میزان ۸, ۱۴۰۳
Screenshot 2024-09-25 224628

محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود

۲ اونۍ پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
چالش‌های جاری در کشور

چالش‌های جاری در کشور

۱ میاشت پیش
۲۰:۱۱ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
IMG-20240823-WA0006

نمایشگاه تولیدات و فرآوردهای داخلی  افغانستان امروز در کابل گشایش یافت

۱ میاشت پیش
۰۴:۱۲ - سنبله ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری

گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود

۲ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi

مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی

۲ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳