د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش درې میاشتنی راپور خپور کړی، چې د طالبانو د چارواکو ترمنځ د ناامنیو او اختلافاتو زیاتوالی ښيي. د ښاغلي ګوتریش د راپور په متن کې چې نن ماښام (جمعه، د سرطان ۱) خپور شو، راغلي چې د طالبانو تګلارې هم د افغانانو پر ژوند ناوړه اغېز کوي او بشري بوج زیاتوي. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه د مې تر ۱۳مې پورې امنیتي پېښې د ۲۰۲۳ کال د ورته وخت په پرتله ۵۵ سلنه زیاتې شوي او ډېری دغه بریدونه د ملي ازادۍ او مقاومت جبهې ترسره شوي دي. په هرصورت، راپور یادونه کوي چې وسله والو مخالفینو د ځمکنیو کنټرول په برخه کې د طالبانو واکمنۍ ته د پام وړ ننګونه نه ده کړې.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9177
- کې خپور شو 2:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 9177
- June 22, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9177
- کې خپور شو 2:18 ب.ظ
- د خبر شمیره 9177
- June 22, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:18 - June 22, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



