هدر بار: طالبان به د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو له سکور سره راڅرګند شي

هدر بار: طالبان به د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو له سکور سره راڅرګند شي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هدر بار وویل: ملګرو ملتونو د دوحې غونډې ته د طالبانو د جلبولو په خاطر امتیازات یې ورکړي دي چی په دې امتیازاتو کې په غونډه کې د ښځو نه شتون او د ښځو د حقونو او د بشري حقونو د مسلې لرې کول له اجنډا څخه شامل دي. مېرمن بار د ملګرو ملتونو پر دې تګلارې نیوکه وکړه: “دغه سازمان حتی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي څرګند او ټکان ورکوونکی راپور له پامه غورځولی دی.” په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ د سه شنبې په ورځ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته راپور وړاندې کړي. په دې راپور کې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د پراخې سرغړونې او د طالبانو د حساب ورکولو لپاره د حل لارې ته اشاره شوې ده.

بیشتر بخوانید:  کرزي د اروپايي ټولنې له مشر سره په کتنه کې په افغانستان کې د ملي خبرو پر پیل ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x