جرمني د ازبکستان له لارې د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه

جرمني د ازبکستان له لارې د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه وکړه

د معمار پرس د خبر له مخې، د جرمني د «شپیګل» رسنۍ په حواله، د دغه هېواد يوه پلاوي د ازبکستان حکومت ته وړانديز وکړ، چې اخراج شوي کسان بايد لومړى تاشکند ته داخل شي او بيا د “کام اير” هوايي شرکت له لارې کابل ته ولېږدول شي. سرچينې زياته کړې، چې د جرمني حکومت له ازبکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د شړلو په اړه خبرې کوي. دغه جرمني رسنۍ زیاتوي چې برلین به د افغان مهاجرینو د ایستلو لپاره د طالبانو له حکومت سره مستقیمې خبرې ونه کړي. د شپیګل د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د مې میاشتې په پای کې د همدې هدف لپاره د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی و.

بیشتر بخوانید:  ضمیر کابلوف: د اوکراین په جګړه کې د افغان کمانډو د ګمارلو خبر جعلي دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x