د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان وکړ چې تاجکستان یوازینی هېواد دی چې د شانګهای د همکارۍ په سازمان کې د طالبانو له حضور سره مخالفت کوي. د کابلوف په وینا، د دغه سازمان په وروستۍ غونډه کې چې په قزاقستان کې جوړه شوې وه، اکثرو ګډونوالو غوښتل چې د شانګهای – افغانستان د همکارۍ ډلې فعالیتونه بیا پیل کړي، خو تاجکستان له دې موضوع سره مخالفت وکړ. دغه روسي ديپلومات هيله څرګنده کړه چې دوشنبه به ډېر ژر د افغانستان په اړه په خپل دريځ کې بيا کتنه وکړي. د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د طالبانو له حضور سره د تاجکستان مخالفت هغه موضوع وه چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې پرې بحث وشو.

- 44
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9088
- کې خپور شو 3:23 ب.ظ
- د خبر شمیره 9088
- June 15, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9088
- کې خپور شو 3:23 ب.ظ
- د خبر شمیره 9088
- June 15, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



