د یونیسف اجرایوي مشرې کاترین راسل په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیز د ۱۰۰۰مې ورځې په مناسبت په یوه بیانیه کې دا اعلان وکړ چی د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو حقونه باید د سیاست قرباني نه شي. راسل ټینګار وکړ چې دا سیستماتیک محرومیت نه یوازې د نجونو د تعلیم له حق څخه ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا د دوی فرصتونه محدودوي او د دوی رواني روغتیا له خطر سره مخامخ کوي. د راسل په وینا، د نجونو پر زده کړو بندیز منفي پایلې لري او په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي. دغه بنديز د هېواد پر اقتصاد او پرمختګ هم منفي اغېز کړی دی. راسل ټینګار وکړ چې یونیسف به د افغانستان د تعلیمي زیربناوو د ساتلو لپاره په خپل توان کې هر څه وکړي. هغه له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره ټولو نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړي او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د افغان نجونو له زده کړو ملاتړ ته دوام ورکړي. نړيوالې ټولنې په وار وار د نجونو پر زده کړو د بنديز د لرې کولو

- 41
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9076
- کې خپور شو 3:34 ب.ظ
- د خبر شمیره 9076
- June 13, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9076
- کې خپور شو 3:34 ب.ظ
- د خبر شمیره 9076
- June 13, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:34 - June 13, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



