د معمار پرس د خبر له مخې، عبداللطیف نظري په هغه غونډه کې چې په هرات کې د سیمه ییزو چارواکو او د نړیوالو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، په هېواد کې د بنسټونو په کارونو کې پر شفافیت ټینګار وکړ. ښاغلي نظري وویل: د ادارو په کارونو کې روڼتیا ډېره مهمه مسله ده او د اقتصاد وزارت په نظر خلکو ته خدمت یو هدف ګڼل کېږي. د طالبانو ځینو چارواکو له دې وړاندې هم د افغانستان خلکو ته د تخصیص شویو مرستو په لګولو کې د شفافیت پر اړتیا ټینګار کړی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=9070
۵ میاشتی پیش
شماره خبر 9070
منتشر شده در ۱۳:۲۵ - جوزا ۲۴, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email