“ایران ایر” هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړ

“ایران ایر” هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت نن چهارشنبه د جوزا په ۲۳مه اعلان وکړ چې د ایران هوايي شرکت کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې دي. د دغه شرکت لومړۍ الوتنه نن د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې وشوه. د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د اعلامیې له مخې اوس به د ایران هوايي شرکت په اونۍ کې یو ځل کابل ته الوتنې کوي. په همدې حال کې د ماهان، یزد ایر او کیش ایر په ګډون یو شمېر نورو ایراني هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي. همدا راز “کام ایر” او “اریانا” هوايي شرکتونه له افغانستان څخه ایران ته الوتنې کوي.

بیشتر بخوانید:  عبدالکبیر: نړۍ نه غواړي چې زموږ نظام دایمي وي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x