طالبان: په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ موضوع له بهرنیو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه لري

طالبان: په افغانستان کې د ټول شموله حکومتولۍ موضوع له بهرنیو هېوادونو سره هېڅ تړاو نه لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته کړې ده چی په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د رامنځته کولو لپاره د یو شمېر هېوادونو غوښتنه بې بنسټه ده او دا مسله یوازې په افغانستان او افغانانو پورې اړه لري. ښاغلي مجاهد زیاته کړه: “موږ په وار وار ټینګار کړی، چې اوسنی نظام ټول شموله دی او دا د بهرنیو هیوادونو مسله نه ده. له بده مرغه، ځینې هیوادونه دا مسله تکراروي. تر دې دمه د دوی غوښتنه بریالۍ شوې نه ده. او د دوی غوښتنه مناسبه نه ده. دا تګلاره باید بدله شي. هغه څه چې د افغانستان په خلکو پورې اړه لري باید د افغانستان خلکو ته وسپارل شي.

بیشتر بخوانید:  قطر: که له طالبانو سره خبرې د افغانانو په ګټه پای ته ونه رسېږي، موږ به د طالبانو او نړۍ تر منځ له خپل منځګړتوب لاس واخلو.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x