په تهران کښې د ضمیر کابلوف او کاظمی قمی ترمینځ کتنه او خبرې اترې

په تهران کښې د ضمیر کابلوف او کاظمی قمی ترمینځ کتنه او خبرې اترې

د سیمه ایزو تماس د ډلې د غړیو هیوادونو د ډیپلوماټیکو پلاویو له شتون او سلامشورو وروسته د تهران په کوربه توب دوهمه غونډه جوړه شوه چی د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ایران له سفیر او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل. د راپورونو له مخې، د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن یکشنبه د جوزا ۲۰مه تهران ته ورسېد او د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د سفارت له مشر حسن کاظمي قمي سره وکتل. کابلوف د تخنیکي دلایلو له امله پرون په تهران کې د سیمه ییزې تماس ډلې په غونډه کې ګډون ونه کړ. خو په دې غونډه کې چې د افغانستان په چارو کې د ایران، پاکستان او چین د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوې وه، په کابل کې د روسیې سفیر او په تهران کې د دغه هېواد شارژدافیر دیمیتري ژیرنوف هم حضور درلود.

بیشتر بخوانید:  په هرات کې د پاسپورت د وېش بهیر به ګړندی شی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x