د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه د جوزا په ۲۰مه د دغه خبر په خپرولو سره ویلي دي چی سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د لېږد بهیر پای ته ورسېد. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هېواد د پروازونو له زونونو (کابل، بلخ، هرات او کندهار) څخه د ۳۰ زره حاجیانو د لېږلو بهیر د الوتنو د مهال ویش له مخې په ټاکلې موده کې بشپړ شو او وروستۍ الوتکه یې نن د کندهار له هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته الوتنه وکړه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8989
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8989
منتشر شده در ۱۳:۰۹ - جوزا ۲۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email