د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هندوستان لومړی وزیر نارندرا مودي په رسمي ډول د ملي دیموکراتیک اتحاد د مشر په توګه وټاکل شو. ۷۳ کلن نارندرا مودي به سبا (یکشنبه، د جون ۹مه) د دریم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړي او اوس به یو ایتلافي حکومت جوړوي. د هندو-ناسیونالیست بهاراتیا جاناتا ګوند د ملي ډیموکراتیک اتحاد (NDA) د یوې برخې په توګه له تیرو لسیزو راهیسې په هند واکمن دی خو دا لومړی ځل دی چې د ده تر مشرۍ لاندې د حکومت جوړولو لپاره د خپلو سیمه ییزو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري. وروسته له دې چې د بهارتیا جنتا ګوند او ایتلاف غړو هغه د لومړي وزیر نوماند په توګه تائید کړ ، مودي وویل: زموږ دا اتحاد د هند روح منعکس کوي. دا په تیرو وختونو کې د ملي یووالي یو دموکراتیک حکومت و او اوس هم دی او و به وي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8971
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8971
منتشر شده در ۱۵:۰۸ - جوزا ۱۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email