د ترکیې په انقره کې د «دوحې د پروسې د بیا کتنې» په غونډه کې ګډونوالو د دوحې د غونډو له لارې له طالبانو سره د خبرو پر اوسني بهیر نیوکې وکړې. د دې غونډې په وروستۍ اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ د جوزا د میاشتې په ۱۸مه نېټه خپره شوه، ویل شوي چې تر دې دمه د دوحې غونډې له طالبانو سره یو اړخیزې خبرې بلل شوي او افغان ولس چې د قضیې اصلي اړخونه دي، په دغو خبرو کې هیڅ ګډون نه دی کړی. د دې غونډې ګډونوالو په دغو غونډو کې د «سیاسي جریانونو، علمي بنسټونو، مدني فعالانو او ښځو» په ګډون د افغانانو د «معنادار حضور» غوښتنه کړې ده. د بلې خوا د ترکيې په غونډه کې برخه والو د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د “ملي ډيالوګ” رامنځته کېدل له اوسني کړکېچ څخه د وتلو د يوې لارې په توګه بللي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8965
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8965
منتشر شده در ۱۲:۳۵ - جوزا ۱۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email