په هلمند کې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ نښته شوې ده

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په هلمند کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تحریک د ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې د پاکستاني طالبانو تحریک د یوه قوماندان په ګډون ۶ تنه وژل شوی دی.

هغه سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي زیاته کړه چې د پاکستاني طالبانو تحریک یو مشهور قوماندان ملا عبدالله د هلمند ولایت په ناوې ښار کې له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د افغان صالبان ځواکونو دوه غړي هم وژل شوي دي.

تر اوسه د طالبانو د موقت حکومت چارواکو او یا د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي.

شاوخوا دوه میاشتې مخکې د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني اعلان وکړ چې د دغې ډلې یو له جګ پوړو غړیو څخه عمر عبدالولي مهمند چې په عمر خالد خراساني مشهور و، په افغانستان کې وژل شوی دی.

د هغه په ​​وينا، مهمند او د هغه دوه ملګري هغه مهال ووژل شول، چې موټر يې په افغانستان کې د سړک د غاړې پر ماين وربرابر شو.

بیشتر بخوانید:  یوه ناروغي چې د واکسین په واسطه مخنیوی کیږي؛ خو بیا هم قربانیان اخلي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x