اوچا: په افغانستان کې ملیونونه خلک د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي

اوچا: په افغانستان کې ملیونونه خلک د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ اوچا په یوه بیان کې دا اعلان وکړ چی په افغانستان کې میلیونونه وګړي د اقتصادي بحران، د اقلیم د بدلون، د اوبو د کمښت، پرله پسې وچکالیو او وروستیو سیلابونو له امله د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له جدي خطر سره مخ دي. دغه سازمان د تېرو دوو مياشتو له سېلابونو وروسته د خوراکي توکو د نه خونديتوب د زياتوالي په اړه هم اشاره وکړه چی په تېره بيا د هېواد په شمالي، شمال ختيځو او شمال لوېديځو ولايتونو کې د کروندګرو حاصلات سخت زيانمن کړي دي. اوچا د افغانستان له خلکو سره د مرستې او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې اجراییه رییس: د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د ښځو له حقونو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x