ملګري ملتونه: طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

ملګري ملتونه: طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی

مارتین ګریفیتس، د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، اعلان وکړ چی طالبانو د بشري حقونو د تامین په برخه کې خپل مکلفیتونه نه دي پوره کړي او نړیواله ټولنه له دې ډلې نوره هیله نه لري. ګریفیتس د امنیت شورا د غونډې د پرانیستې په مراسمو کې وویل، طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د تامین په اړه له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې وه. د هغه په ​​وينا، طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دى کړى او نړيواله ټولنه نور له دې ډلې څخه هېڅ هيله نه لري. ګریفیتس یادونه وکړه چې نړیواله ټولنه د افغانانو په استازیتوب له طالبانو سره په ډېرو مسایلو هوکړې ته نه ده رسېدلې.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان کورش ملي لوبډله د اسیا په کچه پنځم مقام خپل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x