متحده عربي اماراتو ته د کورنیو چارو وزیر او د طالبانو د استخباراتو د مشر سفر

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله یوه پاڼه کې لیکلي دي چی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دې ډلې د استخباراتو عمومي مشر عبدالحق وثیق د ابوظبۍ په الشاطي ماڼۍ کې له شیخ محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره کتلي دي. سرچينې زياته کړې، چې دغه کتنه د دوشنبې په ورځ (د جوزا ١٤مه) ترسره شوه او دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې. له بلې خوا د اماراتو رسنیو ویلي، چې په دې کتنه کې د اقتصادي او پراختیايي برخو او په افغانستان کې د بیارغونې او پراختیا پر ملاتړ خبرې وشوې.

بیشتر بخوانید:  د ایران جنوبي خراسان ولایت له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا ته چمتو دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x