په افغانستان کې د “ترهګرو ډلو” د فعالیت په اړه د روسیې د دفاع وزیر د ادعا په اړه د طالبانو غبرګون

په افغانستان کې د “ترهګرو ډلو” د فعالیت په اړه د روسیې د دفاع وزیر د ادعا په اړه د طالبانو غبرګون
د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن طلوع نیوز ته وویل چی د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه ده او دا مهال په هېواد کې عمومي امنیت او ثبات شتون لري. ښاغلي مجاهد د روسيې د دفاع د وزير اندري بلوسوف د ادعا په اړه وويل: موږ دا ادعا سمه نه ګڼو. افغانستان د هیڅ هېواد پر وړاندې ګواښ نه ده. د افغانستان اسلامي امارت (د طالبانو سرپرست حکومت) ژمنه کوي چې اجازه به ورنکړي چې افغانستان د کوم هیواد پر ضد وکارول شي. د يادونې وړ ده، چې د روسيې د دفاع وزير د ډله ييزو امنيتي تړونونو د سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې افغانستان د منځنۍ اسيا د بې ثباتۍ اصلي سرچينه بللې وه.

بیشتر بخوانید:  په هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له دوو زرو واوښت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x