د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې سیلاب ځپلي اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال سازمان: په افغانستان کې سیلاب ځپلي اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري

د معمار پرس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان (WFP) مرستیال ویاند ضیاالدین صافی وايي چی په افغانستان کې سیلاب ځپلي اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي صافي زیاته کړه: “اوس مهال، زموږ د ارزونې ټیمونه په غور، فاریاب، هرات او مزار کې دي. د هغوی راپورونه به موږ سره مرسته وکړي چې اړینې مرستې سیمو ته ولېږو.” په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لویدیځ کې یو شمیر ولایتونه د سختو بارانونو او مرګوني سیلابونو شاهدان وو چې په پایله کې یې په سلګونو تنه مړه او په زرګونو نور ټپیان او یا هم زیانمن شوي دي.

بیشتر بخوانید:  سیګار: طالبان د نړیوالې ټولنې له کوم پام وړ پایلې سره نه دي مخ شوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x