د افغانستان کرکټ لوبډلې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ لوبډلې سکاټلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوه دوستانه او تیاري لوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه. د معمار پرس د خبر له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دې لوبه کې سکاټلینډ ته د ۵۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د راپورونو له مخې، د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ګلبدین نایب په ۳۰ توپونو د ۳۹ منډو په جوړولو سره د دې لوبې غوره لوبغاړی شو. نوموړي د توپ وهنې په برخه کې هم یوه وېکټه واخیسته. د يادونې وړ ده، چې د کرکټ شل اوريز نړيوال جام سيالۍ نن (شنبه د جوزا په ١٢مه) د ويسټ انډيز او امريکا په ګډ کوربه توب د نړۍ د شلو لوبډلو ترمنځ پيل شوې دي.

بیشتر بخوانید:  داعش په کابل کې پر هغه هوټل د برید مسوولیت منلی چې چینايي اتباع په کې اوسېدل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x