طالبان: پاکستان هڅه کوي د افغانستان او چین ترمنځ بې باوري رامنځته کړي

طالبان: پاکستان هڅه کوي د افغانستان او چین ترمنځ بې باوري رامنځته کړي

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند وايي، اسلام اباد د کابل او بیجینګ ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو هڅه کوي. د معمار پرس د خبر له مخې: دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته کړې ده چی اسلام‌اباد هڅه کوي په دې ادعاوو سره د افغانستان او چین ترمنځ بې باوري رامنځته کړي. ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په پاکستان کې د چینايي انجینرانو په نښه کول په اسلام اباد پورې اړه لري او له کابل سره هیڅ تړاو نه لري. پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې پر چينايي انجنيرانو د بريد مسووليت د تحريک طالبان پاکستان پر غاړه اخيستى او ادعا يې کړې، چې دغه بريد په افغانستان کې پلان شوى و.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو مشر د نړیوال حکومت د جوړولو په فکر کې دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x