د قطر او اروپايي ټولنې استازو پرون (چهارشنبه د جوزا ۹مه) د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. د معمار پرس د خبر له مخې: د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله حنزاب او د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو په دغه هېواد کې د امنيت او ثبات د ټينګښت لپاره د ګډو نړيوالو هڅو پر دوام خبرې وکړې. تر دې مخکې قطري چارواکو په قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي توماس ویسټ سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8855
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8855
منتشر شده در ۱۷:۱۸ - جوزا ۱۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email