د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال په هېواد کې د خلکو د ستونزو د هواري لپاره د دغې ډلې د حکومت «هر اړخیزې هڅې» اعلان کړې. د طالبانو د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، د دې ډلې حکومت د هېوادوالو د ستونزو د هواري لپاره هر اړخیزې هڅې کوي. د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال د پروان له ولایتي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې د دې ډلې حکومت د هېوادوالو د ستونزو د هواري لپاره هر اړخیزې هڅې کوي. دغه طالب چارواکي هم ټینګار کړی چې سرپرست حکومت “بې له تبعیض خلکو ته خدمات وړاندې کوي.”
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8836
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8836
منتشر شده در ۱۱:۲۰ - جوزا ۱۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email