د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د ۶۰ زره ټنه خام تېلو د پلورلو اعلان وکړ. د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وايی چی د قشقری ۶۰ زره ټنه خام تیل د ۳۳ میلیونو ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي. ښاغلي دلاور زیاته کړه، که د سرپل ولایت د قشقري د تېلو د استخراج په برخه کې قراردادي شرکت ښه فعالیت وکړي، هره ورځ به درې زره ټنه تېل استخراج شي. نوموړي د هېواد د نفتو په برخه کې د پانګونې لپاره د ځينو بهرنيو شرکتونو د لېوالتيا په اړه هم معلومات ورکړل.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8833
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8833
منتشر شده در ۱۶:۵۰ - جوزا ۱۰, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email