ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د پرله پسې غوښتنو په غبرګون کې چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د طالبانو استازي ته وسپارل شی ویلي دي چی که دا څوکۍ د طالبانو استازي ته ورنکړل شي، طالبان دې ځان د دې سازمان پوروړي نه ګڼي. ښاغلي مجاهد په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق ځنډېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې که دغه سازمان د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني، اوسنۍ ننګونې به هم هوارې شي. د طالبانو ویاند هم دا اعلان کړی دی چی دا ډله هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د اعتماد صندوق پیسې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رایې ورکولو د حق د ځنډولو د پریکړې د حل لپاره وکاروي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8790
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8790
منتشر شده در ۱۲:۴۰ - جوزا ۷, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email