طالبان: موږ د فلسطین د خپلواک هیواد څخه ملاتړ کوو

طالبان: موږ د فلسطین د خپلواک هیواد څخه ملاتړ کوو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې ده چی د دريو اروپايي هيوادونو ايرلينډ، هسپانيې او ناروې دا کار چې په رسمي توګه د فلسطين د خپلواک دولت په رسميت پيژني، يو مثبت ګام دی او دوی يې هرکلی کوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې اسراییل په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل دی او اسلامي هېوادونه بايد د فلسطين د ولس د آزادولو په مقصد د اوسني بحران په وړاندې عاجل اقدامات وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې اسراییل په جنګي جنایتونو، نسل وژنې او د وګړو د بدلولو په هڅه تورن دی. د دریو اروپايي هیوادونو دغه اقدام چې فلسطینیانو ته سیاسي امتیاز ګڼل کیږي له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی دی.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو اداري مرستیال: د امکان تر حده به د خلکو اړتیاوې پوره کوو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x