په ولایتونو کې غوښتونکو ته د پاسپورټونو د وېش او انلاین نوم لیکنې بهیر پیلېږي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د پاسپورتونو د عمومي ریاست مرستیال شیرشاه قریشي د سې شنبې د سنبلې په اوله ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې ډېر ژر به په ولایتونو کې د انلاین فورمې په کارولو سره هېوادوال وکولای شي خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.

قریشي وویل: “د ولایتونو اوسیدونکي کولای شي په خپلو ولایتونو کې د آنلاین خدماتو په فعالیدو سره په آنلاین فورمو کې په ټاکل شوې نیټه خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.”

خو قریشي د دغو خدماتو د پیل د مشخص وخت په اړه څه ونه ویل.

د قریشي په وینا، دا اقدام په کابل کې د پاسپورتونو په عمومي ریاست کې د ګڼې ګوڼې د کمولو په هدف شوی دی.

قریشي د دغه خبري کنفرانس په دوام د پاسپورتونو په عمومي ریاست کې د فساد د کموالي خبر ورکوي. په همدې حال کې د ځینو غوښتونکو په وینا، په تور بازار کې د پاسپورت د هرې کاپي بیه تر زرو ډالرو لوړه ده.

د پاسپورټونو ویش د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یوه مهمه او جنجالي موضوع ده او اوس هم خلک د پاسپورت ترلاسه کول ستونزمن بولي. حتی په آنلاین فورمونو کې د پاسپورټ غوښتونکو نوبت میاشتې وخت نیسي.

بیشتر بخوانید:  طالبانو د ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۰ زره ټنه خام تیل پلورلي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x