د طالبانو له خوا له کابل څخه خپلو اصلي ځایونو ته د څه باندې ۱۰۰۰ راستنیدونکو لېږدول

د طالبانو له خوا له کابل څخه خپلو اصلي ځایونو ته د څه باندې ۱۰۰۰ راستنیدونکو لېږدول

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په تېرو دوو اونیو کې په یو شمېر ولایتونو کې له کابل څخه خپلو اصلي ځایونو ته د څه باندې زرو راستنیدونکو د لېږد خبر ورکوي. سرچينې زياته کړه، چې په تېرو دوو اوونيو کې د دغه وزارت د ګمارل شوې کمېټې له خوا له کابل څخه یو زر او ٤٨ ​​راستانه شوي کسان کندوز، تخار، بلخ، پکتيا او غزني ولايتونو ته لېږدول شوي دي. د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، چې د تورخم او سپین بولدک له پولو څخه خپلو اصلي ځایونو ته د کډوالو د لېږد لړۍ دوام لري. د يادونې وړ ده، چې په تېر يوه کال کې له بهر څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهير په خپله خوښه او جبري توګه زيات شوى دى.

بیشتر بخوانید:  مسعود پزشکیان: افغانان زموږ وروڼه دي، موږ باید د دواړو هېوادونو د سوکالۍ لپاره کار وکړو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x