د معمار پرس د خبر له مخې: د دغه وزارت ویاند شرافت زمان وايي، په روان لمریز کال کې د شري ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه د کورنیو بې ځایه شویو زیاتوالی او له ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغانانو راستنېدل دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل: سږکال تایید شوي پیښې یو څه ډیرې دي؛ د شري مشکوکې پېښې هم د نورو کلونو په پرتله ډېرې شوې دي. موږ په لرې پرتو سیمو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره مختلف کمپاینونه پیل کړل. دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان په دې وروستیو کې په افغانستان کې د شري د ناروغانو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8729
۶ میاشتی پیش
شماره خبر 8729
منتشر شده در ۱۵:۰۸ - جوزا ۱, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email