کرزی د سفري بندیز له لرې کېدو وروسته جرمني ته ولاړ

کرزی د سفري بندیز له لرې کېدو وروسته جرمني ته ولاړ

خبري سرچینو خبر ورکړی چې حامد کرزی وروسته له هغه جرمني ته ولاړ چې طالبانو پرې د سفر بندیز لرې کړ. د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو ویلي دي چی طالبانو په کابل کې د واک تر لاسه کولو وروسته کرزي ته اجازه ورکړه چې له افغانستانه ووځي. ویل کېږي چې د طالبانو له خوا پر ښاغلي کرزي د سفري بندیز له لرې کېدو وروسته به هغه جرمني ته د «درملنې» لپاره سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې کله په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، دغې ډلې د هېواد پخواني ولسمشر ته بهر ته د سفر اجازه نه ورکوله خو بالاخره همداسې وشول او هغه برتانیې ته په سفر لاړ خو بېرته هېواد ته راستون شو.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام خپل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x