د معمار پرس د خبر له مخې؛ نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو په یوه برید کې ټپي شوی او حالت یې ډېر نازک دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سلواکیا لومړی وزیر (چهارشنبه د ثور ۲۶مه) په هانډیلوا ښار کې له یوې غونډې له وتلو وروسته په ډزو ټپي شو. د دغه رپوټ له مخې د سلواکیا پر لومړي وزیر څلور مرمۍ توغول شوې او د هغه په ګېډه لګېدلی دی. هغه سمدلاسه د هانډیلوا ښار روغتون ته ولیږدول شو او له هغه ځایه یې د هلیکوپتر په واسطه د بانسکا بیسټریکا سیمه ایز روغتون ته ولیږدول شو. رویټرز د سلواکي رسنیو په حواله ویلي چې برید کوونکی ۷۱ کلن سړی و او تر اوسه موخه یې څرګنده نه ده.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8663
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8663
- May 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8663
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8663
- May 16, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



