جاپان له افغانستان سره ۱۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه

جاپان له افغانستان سره ۱۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت نن سه شنبه (د ثور ۲۵مه) اعلان وکړ چې په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د طالبانو د اقتصاد وزارت له سرپرست دین محمد حنیف سره لیدلي دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت وايي، په افغانستان کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د افغانستان د اقتصاد له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي دي چی د هغه هېواد د افغانستان خلکو ته د روغتیایی خدمتونو د برابرولو او د پولیو واکسیناسیون لپاره څه باندې ۱۳ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي. د جاپان سفير د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له قربانيانو سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو بشري او بېړنيو مرستو د دوام ډاډ ورکړ. د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست هم د کرنې، روغتیا او د زیربناوو په برخو کې د پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان د خلکو په ګټه بللي دي.

بیشتر بخوانید:  قطر: که له طالبانو سره خبرې د افغانانو په ګټه پای ته ونه رسېږي، موږ به د طالبانو او نړۍ تر منځ له خپل منځګړتوب لاس واخلو.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x