په کابل کې د جاپان سفیر: د طالبانو له نظر پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اصل نه دی

په کابل کې د جاپان سفیر: د طالبانو له نظر پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اصل نه دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې شوې ده چی په افغانستان کې د جاپان سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې جاپان د دوحې په راتلونکې غونډه کې د طالبانو ګډون مهم ګڼي. او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکل د طالبانو له نظر پرته صحیح نه دی. په دې غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل یو ځل بیا بې ګټې وباله. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دوحې د ناستې په اړه زیاته کړه: موږ د دوحې د ناستې په اړه مثبت نظر لرو، خو د ځانګړي استازي ټاکل اړین نه ګڼو. په افغانستان کې د جاپان سفارت په رسمي ډول د دې ناستې او د طالبانو په خبرپاڼه کې د شویو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

بیشتر بخوانید:  په ولایتونو کې غوښتونکو ته د پاسپورټونو د وېش او انلاین نوم لیکنې بهیر پیلېږي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x