د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس د کمیسیون ویاند احمدالله وثیق کړې ده چی تر دې دمه په تېر حکومت کې ۸۰۰ پوځي، حکومتي چارواکو او د ولسي جرګې غړو ته د معافیت کارتونه ورکړل شوي دي. نوموړي دا هم ویلي، چې په تېرو دوو ورځو کې د پخواني حکومت لس سیاستوال هېواد ته راستانه شوي دي. له شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمیسیون شاوخوا دوه کاله وړاندې په کار پیل وکړ او د هغې د جوړېدو موخه د تېر حکومت د سياسي څېرو بېرته راستانه کول او د امنيت تامينول دي. دغه کمېسیون په دې وروستیو کې پخوانیو سیاسي څېرو ته د معافیت د کارتونو وېش پیل کړ او له بهر څخه د راغلو سیاسي شخصیتونو تر څنګ په افغانستان کې پاتې پخواني سیاسي شخصیتونه هم دا کارتونه ترلاسه کولای شي.

- 47
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8628
- کې خپور شو 1:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 8628
- May 14, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8628
- کې خپور شو 1:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 8628
- May 14, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:00 - May 14, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



