د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي (یوناما) له استازي سره په کتنه کې وکړې چی د افغانستان په کورنیو چارو کې د امریکا د هدفي مداخلو دوام به د دغه هېواد وضعیت لا کړکېچن کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي (یوناما) له استازې مېرمن روزا اتنبایوا سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې چی ایران په افغانستان کې ثبات، امنیت او پایداره پراختیا ته په ځانګړې پاملرنې سره د خپل ګاونډي هیواد پرمختګونه له نږدې او احتیاط سره تعقیبوي او د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول ملاتړ کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د یوناما کړنې مثبتې و ارزولې او د یوناما د بشردوستانه فعالیتونو د دوام لپاره یې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ملاتړ ټینګار وکړ. ښاغلي امیر عبداللهیان په ایران کې د څو میلیونو افغانانو کوربه توب ته په اشارې سره له ملګرو ملتونو وغوښتل چې دغې مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي.
حسین امیرعبداللهیان: ایران د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې د ملګرو ملتونو د رول ملاتړ کوي

- 49
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8625
- کې خپور شو 12:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 8625
- May 14, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8625
- کې خپور شو 12:30 ب.ظ
- د خبر شمیره 8625
- May 14, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



